اروپايي ټولنه؛ ۲۰۲۵کال کې د پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې شل سلنه کموالی راغلی دی
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې وايي،" په ۲۰۲۵کال کې د پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې شل سلنه کموالی راغلی دی".
خو دغو ادارو خبرداری ورکړی چې ښايي په ایران کې روانه جګړه د کډوالۍ بې سارې څپه رامنځته کړي.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارو په هغه راپور کې چې د ایران د جګړې له پیل وړاندې خپور شوی راغلي" که چیرته د ایران د نفوس یوازې لس سلنه خلک کډوالۍ ته اړ شي نو دا به د وروستیو لسیزو د کډوالۍ تر ټولو لویه څپه وي".
تمه ده د را روانې پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايي ټولنې ۲۷غړي...