یونسیف د افغانستان - پاکستان په جګړه کې د ماشومانو پر وژل کېدو اندېښنه ښکاره کړه
یونیسف د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې پکې ویل شوي د افغانستان او پاکستان د جګړې له امله ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
یونسیف ویلي، که څه هم دوی د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو له نورو شریکانو سره په همغږۍ د دغو راپورونو د تایید هڅه کوي، خو له اوسه څرګنده ده چې ماشومان درنه بیه پرې کوي.
د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ دا اداره وايي، له سختو جګړو وروسته، هغه کورنۍ چې تېر کال د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړوونکې زلزلې ژوندي پاتې شوې وې، اوس...