عزیز تبسم وايي په فلمونو پسې له کوره تښتېدلی وو
عزیز تبسم وايي، مخکې تر دې چې په پاکستان کې د جوړ شوي لومړي پښتو فلم یوسف خان شېربانو ډایرکشن وکړي، په کراچۍ کې یې د اردو فلمونو په جوړولو کې د مرستیال هدایتکار په توګه کار کړی وو. یوسف خان شېربانو د ۱۹۷۰ کال په ډېسېمبر کې سېنېما ته وړاندې شو. د دغه فلم هدایتکار عزیز تبسم، لیکوال علي حیدر جوشي او په مهمو ستورو کې یې بدرمنیر، یاسمین خان او نعمت سرحدي شامل ول.
عزیز تبسم د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په لندن کې یې په رایل اکېډمۍ کې تر څو کلونو پورې د هدایتکارۍ زده کړې هم کړې دي.