د برتانیې استازي د وضعیت په اړه کابل کې چارواکو سره خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو سره دپاکستان او افغانستان ترمینځ د روانې شخړې په هکله خبرې کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په انلاین غونډه کې د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع او رچارډ لینډزی ترمینځ د افغانستان او دسیمې د روانو حالاتو په هکله خبرې وشوې.
خبر زیاتوي چې بریتانوي استازي ریچارد لینډزي ویلي چې لندن وضعیت له نږدي څاري ، جنګ د حل لاره نه ده نو ښه به وي چې...