د پاکستان شيعه مشرانو ادعا کړې چې وروستي تاوتريخوالي کې ۳۵ مظاهره چيان وژل شوي
په پاکستان کې شيعه مشرانو ادعا کړې چې د ملک په بېلابېلو برخو کې پر مظاهرينو د پولیسو په ډزو کې ۳۵ کسان وژل شوي دي. له تاوتريخولي ډکې دا مظاهرې د مارچ پر دويمه، تر هغې وروسته په اسلام اباد، پېښور، کراچۍ او ګلګت بلتستان کې پيل شوې چې امريکې او اسرايلو په بریدونو کې د ايران ستر مذهبي مشر علي ايت الله خمينايي وواژه.
په کراچۍ کې د شیعه مذهبي سیاسي ګوند، مجلس وحدت المسلمین وياند احمر رحمان زېدي د مارچ په دویمه مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په هغه ښار کې کې د امریکا قونصلګرۍ مخې ته د احتجاج پر...