د ایران سخت دریځه ستر مشر ایت الله علي خامنه ای وژل شوی
د ایران حکومتي رسمي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي وژل شوی دی. نوموړي له لسیزو راهيسي د ایران رهبري کوله. د هغه پلویانو هغه یو دین پاله او هوښیار مشر باله خو ناقدينو هغه یو سخت دریځه واکمن بالی چې د دوی په وینا، اسلامي جمهوریت یې له نړۍ جلا کړي وو. د هغه د مشرۍ وروستۍ کلونه د پراخو ولسي پاڅونونو او خونړیو پېښو شاهد وو چې زرګونه مظاهرهچیان په کې ووژل شوي ول.