طالبان وايي ۱۱۰ پاکستاني عسکر یې دوو ورځو کې مړه کړي؛ پاکستان بیا د ۳۵۰ طالبانو د وژنې ادعا لري
د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې په تیرو دوو ورځو کې یې ۱۱۰ پاکستاني سرتیري وژلي او ۶۸ نور یې ټپیان کړي دي.
دوی دا ادعا هم کړې چې طالبانو د پاکستان د پوځ ۲۷ پوستې نیولي.
پاکستان هم ادعا کوي چې افغان طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله طرار د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستاني پوځیانو بریدونو کې ۳۵۲ افغان طالبان او نور وسله وال وژل شوي او ۵۳۵ نور ټپیان شوي دي.
هغه دا ادعا هم کړې چې د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې د طالبانو ۱۳۰ پوستې ویجاړې شوې، ۲۶ پوستې...