کاظمي: له افغانستان سره تجارت بندېدل پاکستان ته هره میاشت ۴۵ مېلیونه ډالره تاوان رسوي
د خیبر پښتونخوا د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر وايي، له افغانستان سره د تجارت درېدل په پاکستان کې سوداګرو ته هره میاشت ۴۵ مېلیونه امریکايي ډالره تاوان رسوي. سید جواد کاظمي د فبرورۍ پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، دا لومړی ځل دی چې د دواړو خواوو ترمینځ لارې د دومره اوږدې مودې لپاره تړل شوې دي. نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې پاکستان پر پکتیکا او ننګرهار بریدونه وکړل چې پکې لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل او پینځه ژوبل شول. داراز، د دې مرکې تر ثبتېدو څو ساعته وروسته د طالبانو...