بنو کې خلکو د ۲ وروڼو د وژلو او د درېیم د تښتولو ضد احتجاج کړی دی
په بنو کې ځايي خلکو تر هغې وروسته احتجاج کړی دی چې مخپټو وسلوالو په حسنخېلو کې درې وروڼه وتښتول او لږ ساعت وروسته یې دوه ووژل. مظاهرچیانو د فبرورۍ پر ۲۶مه په بنو کې د وژل شویو جنازه وکړه او بیا یې میرامشا ته پر تلونکي سړک له جسدونو سره احتجاج وکړ. پولیس وايي، درېواړه وروڼه د فبرورۍ پر ۲۵مه د تراویح لپاره جومات ته تللي ول چې له کینټ تاڼې سره نېږدې مخ پټي وسلوال ورغلل او له جومات سره یې نېږدې د خلکو مخې ته وتښتول.
پولیس او ځايي خلک وايي، په هغو کې دوه وروڼه د پولیسو سرتېري ول چې وسلوالو ووژل او مړي...