د ډیورند په اوږدو کې د جګړې دوام، دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان د پوځ لږ تر لږه ۱۵ پوستې له منځه وړي دي.
مجاهد د افغانستان کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دغو پوستو یوشمېر پوځیان وژل شوي، ځينې یې تښتیدلي دي او یو شمېر یې دوی ژوندي نیولي دي.
مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " کونړ کې د دښمن ۴۰ سرتیري وژل شوي چې د ۱۳ جسدونه" دوی را انتقال کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم ویلي چې طالب پوله ساتو څو ځایه د دوی پر پوستو بریدونه کړي چې په وینا یې ( موثر ځواب یې ورکړی دی.
دغه...