د امریکا او ایران چارواکي نن په جېنیوا کې د مذاکراتو بل پړاو ته کښېني
د ایران او امریکا چارواکي د فبرورۍ پر ۲۶مه په جېنیوا کې د درېیم پړاو مذاکرات کوي.دواړو خواوو تر دې مخکې د تهران د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته د رسېدو په موخه دوه ځلې د عمان په مینځګړتوب نامستقیم مذاکرات کړي دي.
ایرانیو رسنیو د فبرورۍ پر ۲۵مه وویل چې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ پلاوی جېنیوا ته تللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۴مه د کانګرس ګډې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي.
نوموړي...