په چمن او تربت کې د ۳ سرتېرو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي
د بلوچستان پولیس وايي چې د هغې صوبې په چمن او تربت سیمو کې په وسلوالو بريدونو کې د امنیتي درو سرتېرو په ګډون نهه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.د فبرورۍ پر ۲۵مه پوليسو رسنيو ته په استول شوي بيان کې ويلي دي چې نن د چمن په روغاني سیمه کې ناپېژندليو وسلوالو پر یو ګاډي ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او یو ژوبل شوی دی.
بیان زیاتوي چې دا پېښه هغه مهال وشوه کله چې امنیتي سرتېري په یو عادي موټر کې روان ول.
بلخوا د تربت په بلیده سیمه کې هم د فبرورۍ پر ۲۵مه پر یو کور د توغندي برید...