د نازیانو د شاه کوټ سیمې اوسیدنکي؛ خلک ویریدلي او له خپلو کورونو وتلي دي
د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ په شاه کوټ سیمه کې د طالب پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.
دغې سرچینې سه شنبې ناوخته ازادي راډیو ته وویل،"نښته پاکستاني لورې پیل کړه چې د طالب ځواکونو له خوا پرې ځوابي ډزې وشوې".
د سرچینې په ټکو، نښته پایته رسیدلې او مرګژوبله نه لري.
بل پلو، د پاکستان د حکومت یو ویاند ادعا کوي چې طالب پوله ساتو په دوو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو ډزې کړي دي.
د پاکستان د صدراعظم یو ویاند...