یوناما: ننګرهار کې د پاکستان په وروستي برید کې د ښځو او کوچنیانو په شمول لږترلږه ۱۳ ولسي کسان وژل شوي
یوناما ، افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وايي د ننګرهار په بهسودو او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د پاکستان وروستی برید کې د ښځو او کوچنیانو په شمول ۱۳ کسه وژل شوي دي.
دافغانستان د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم ددغې مرګ ژوبلې په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې .