اروپايي اتحادیه سلا نشوه چې په روسیې باندې نوي بندیزونه ولګوي
اروپايي اتحادیې په روسیه باندې د نویو بندیزونو په اړه موافقه ونکړه.
پلان شوې وه چې دغه بندیزونه د روسیې لخوا په اوکراین باندې د بشپړ برید د څلورمې کلیزې په مناسبت پلي شي .
د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې داروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، د هنګري او سلواکیا د مخالفت له امله موافقې ته ونه رسیده.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د ادارې مشرې کایا کالاس وویل: " دیته په کتو چې سبا د جګړې د پیل غمجنه کالیزه ده ، زه واقعا خواشینې یم چې موږ نن موافقې ته ونه رسیدو ، ځکه چې موږ باید اوکراین ته د...