د کرکټ په نړیوال جام کې نن زمبابوې له ویسټ انډیز سره لوبه کوي
د کرکټ په ۲۰ اووریز نړیوال جام کې د فبرورۍ پر ۲۳مه په یوازېنۍ لوبه کې ویسټ انډیز له زمبابوې سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې دا لوبه د پېښور له وخت سره سم د ماښام پر شپږنیمې بجې پیل شي. دا لوبډلې د دویم پړاو په لومړي ګروپ کې دي او دا یې لومړۍ لوبه ده.
تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۲مه په ترسره شویو دوو لوبو کې، لومړی انګلستان د سريلنکا لوبډلې او بیا جنوبي افریقا هند ته ماته ورکړه.
په لومړۍ لوبه کې د سریلنکا لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د انګلستان لوبډلې ته د بېټنګ بلنه ورکړه.
د انګلستان لوبډلې په پیل کې هغسې...