Добавить новость

انګلستان د کرکټ په نړیوال جام کې سريلنکا ته ماته ورکړه

د انګلستان لوبډلې د فبرورۍ پر ۲۲مه د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال کپ په لړ کې سريلنکا ته په ۵۱ منډو ماته ورکړه.د نړیوال جام دویم پړاو په دې سیالي کې د سریلنکا لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د انګلستان لوبډلې ته د بېټنګ بلنه ورکړه. د انګلستان لوبډلې په پیل کې هغسې په زړه پورې لوبه ونکړای شوه لکه څنګه چې تمه کېده خو وروسته یې بیا ښه بازه وکړه او سریلنکا ته یې د ۱۴۷ منډو هدف ورکړ. د سريلنکا لوبډله بیا په تېرو څو لوبو کې د ځلېدو برعکس له پیله په مشکل کې ګېر شوه او د سر لوبغاړي یې بې له د پام وړ بازۍ کولو اوټ شول.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта