د نزاکت خان کورنۍ د پاکستاني بمباریو قرباني؛ په بهسودو کې ۱۸ ملکیان وژل شوي
د طالبانو حکومت تاییدوي چې د پاکستان د پوځ په هوايي حمله کې ننګرهار ولایت کې لږ ترلږه اتلس اوسېدونکې وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
دا حمله چې د شنبې ماخوستن ناوخته «کب دویمه» شاوخوا دولس بجې د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ په سیمه کې شوې پکې د یوې کورنۍ نږدې ټول غړي وژل شوي.
د پېښې قربانیان او عیني شاهدان وايي یو شمېر قربانیان خاورو ته سپارل شوي او ځینې تراوسه تر خاورو لاندې دي.
نزاکت د قربانیانو د دې کورنۍ یو غړی دی چې د کورنۍ د ۱۳ غړو جسدونه یې له خاورو رایستل شوي خو د دوه زامنو، یو ورور او دوو وریرونو جسدونه یې لا هم ورک دي.