سربیا او سویډن له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایرانه ووځي
سربیا او سویډن له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایرانه ووځي.
د سربیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د شنبې په ورځ ویلي: "د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله، د سربیا جمهوریت اتباعو ته توصیه کېږي چې ایران ته سفر ونه کړي. ټولو هغو کسانو ته چې په ایران کې دي هم سپارښتنه کیږي چې ژر تر ژره له هغه هیواده ووځي."
سربیا مخکې هم له خپلو اتباعو څخه د جنوري په نیمایي کې له ایرانه د وتلو غوښتنه کړې وه.
په جلا توګه، د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمو سټرنګارډ په ایکس پاڼه لیکلي چې "موږ په ایران کې د سویډني اتباعو...