شریف له روبیو سره د "مهمو معدنیاتو پر وده" او "ترهګرۍ ضد همکارۍ" غږېدلی دی
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو ورسره غږېدلی دی.د نوموړي مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د فبرورۍ پر ۲۰مه پر اېکس د روبیو مننه کړې او لیکلي یې دي چې اسلام اباد له واشنګټن سره خپلو اوږدمهاله اړیکو ته ارزښت ورکوي.
ډار زیاتوي چې له امریکايي چارواکو سره پر سوله، "ترهګرۍ ضد همکارۍ" او د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پرخوالو په اړه د "بامعنا بحثونو" ستاینه کوي.
تر نوموړي مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د فبرورۍ...