پولنډ خپلو اتباعو ته: له ایرانه ژر تر ژره ووځی، بیا به د تخلیې فرصت نه وي
پولنډ له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له ایرانه ووځي " ممکن څو ساعته وروسته فرصت نه وي"
د پولنډ صدر اعظم دونالډ توسک د پنجشنبې په ورځ ( د سلواغې ۳۰مه) په ایران کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې ژر تر ژره دغه هېواد پریږدي.
د ازادۍ راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، ښاغلي ټوسک په دغه خبرداري کې احتمالي پوځي شخړې ته په اشارې لیکلي، ممکن څو ساعته وروسته د خلکو د تخلیې امکانات نه وي.
که څه هم نوموړي دا وضاحت نه دی ورکړی چې دغه خبرداری یې له کوم احتمالي اقدام سره تړلی دی، خو په دې وروستیو...