د بریتانیا د پاچا ورور د پولیسو له خوا تر توقیف وروسته بیرته خوشې شو
د بریتانیا د پاچا ورور انډرو مونټباټن-وېنډزور د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته بیرته له توقیفه ازاد شوی دی.
هغه د پنجشنبې سهار ۸ بجې ونیول شو او د همدې ورځې ماخوستن مهال تر لومړنیو څیړنو وروسته بیرته خوشې شو.
دغه پخوانی شهزاده او د بریتانیا پخوانی سوداګریز مسول تورن دی چې د رسمي دندې پر مهال یې احتمالي سرغړونې کړې دي.
بي بي سي لیکلي چې د هغه نیول کېدل د مړه شوي جنسي مجرم جېفري اېپسټین له دوسیې سره له تړلو رسوایۍ وروسته ترسره شوي دي.
پولیسو ویلي چې ماموران په انګلستان کې د هغه دوه ادرسونه پلټي...