امریکايي چارواکی: د طالبانو حکومت د امریکايي بندیانو په بدل کې د القاعده شبکې یو غړی ازادول غواړي
یو لوړپوړی امریکايي چارواکی وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امريکايي بنديانو د خوشې کولو په بدل کې د القاعده شبکې يو غړی خوشې کول غواړي.د افغانستان لپاره د امريکايي سفارت شارژدافېیر (ناظم الامور يا چارسمبالي) ډان براون د فبرورۍ پر ۱۸مه پر اېکس په بيان کې تور پورې کړ چې طالبان له امريکا او نورو هېوادونو سره په مذاکراتو کې له بندیانو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.
براون له خپل بیان سره د فبرورۍ د ۱۲مې د يوې خبرپاڼې لېنک (تړونی) هم ورکړی چې پکې راغلي دي چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازي...