کراچۍ کې د ودانۍ نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي
د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د يوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.د کراچۍ جنوبي ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) جاوېد نبي کوسو رسنیو ته وویل چې پېښه د فبرورۍ پر ۱۹مه سهار شاوخوا څلور بجې په سولجر بازار سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په ودانۍ کې له سوري پایپه د ګیس (ګاز) جمع کېدو له امله چاودنه وشوه چې په نتيجه کې یې د استوګنې درې پوړیزه ودانۍ ونړېده.
د مرستندويه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) د عملياتو مشرې کوونکې نشا علي د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل...