په روژه کې افغان ښځو د مرباوو او اچارو کاروبار زیات شوی دی
د روژې په رارسېدلو سره یو شمیر افغان نجونې او میرمنې وايي، په کورونو کې یې مرباګانې، چکنيانې(چټني) او اچارونه جوړ کړي دي. دوی وايي، دا کار یې ځکه کړی، چې ورته ارزانه تمام شي او صحي. ډاکټران وايي، دا خوراکي مواد باید په کافي اندازه استفاده شي، د جوړولو پر مهال یې د موادو په کارولو کې احتیاط وشي او په ځانګړي ډول هغه کسان چې د معدې تکلیفونه او یا د شکرې ناروغي لري باید ډیره استفاده ترې ونه کړي.
د روژې په ماښامي کې اچار او چکني او په پېشنمي کې هم مربا دا په افغانستان په ډیریو دسترخوانونو ایښي معمول خواړه...