د جرمني د کورنیو چارو وزارت: ډیرژر به له پاکستانه جرمني ته د هغو افغانانو د لیږدولو بهیر بشپړشي چې هغه هیواد منلي دي
په برلین کې چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې جرمني ته د هغو افغانانو د لیږدولو بهیر نژدې په بشپړیدو دی چې دې هیواد منلي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې وویل چې د افغانستان لپاره د منلو فدرالي پروګرام شاوخوا ۲۳۰ کسان او د پخوانیو محلي کارکونکو او د هغوی د خپلو خپلوانو په ګډون شاوخوا پنځوس کسان، دا مهال په پاکستان کې جرمني ته د سفر لپاره انتظار باسي. دې ویاندې زیاته کړه چې جرمني ته دهغوی د لیږدولو پروګرام به په چټکۍ عملي شي.
د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې دې چارواکې همدارنګه...