د امريکا، اروپا، عربي هېوادونو او افغانستان په ګډون د پاکستان په ځينو قبايلي سيمو کې روژه ده
د امريکا، اروپا، عربي هېوادونو او افغانستان په ګډون د پاکستان په ځينو قبايلي سيمو کې د فبرورۍ پر ۱۸مه د روژې لومړۍ ورځ ده.سعودي عرب او يو شمېر نورو عربي هېوادونو د فبرورۍ پر ۱۷مه د روژې میاشتې لیدلو اعلان وکړ او زياته يې کړه چې د فبرورۍ پر ۱۸مه به لومړۍ روژه وي. دا ورځ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د روژې يا رمضان میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري.
تر هغه وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت سترې محکمې (سپريم کورټ) هم د فبرورۍ پر ۱۷مه اعلان وکړ چې د هغه هېواد له يوشمېر سيمو يې د روژې مياشتې ليدلو شهادتونه...