جېنېوا کې د ایران او امریکا د غیر مستقیمو خبرو دویم پړاو پای ته رسېدلی
د ایران دولتي خبري اژانس لیکي چې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د امریکې او ایران ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو دویم پړاو د فبرورۍ پر ۱۷مه په جېنېوا کې پای ته رسېدلی دی.د مشال راډیو اېرانۍ څانګه (راډیو فردا) د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي په حواله لیکلي دي چې د تهران او واشنګټن ترمینځ خبرې ګټورې وې. عراقچي له مذاکراتو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت دولتي تلویزون ته وویل، "د تړون پر لاره سفر پیل شوی دی خو منزل ته به ښايي زر ونه رسېږو."
نوموړي په دې اړه هم څه معلومات ورنه کړل چې د خبرو بل پړاو...