ټرمپ وایي، په غیرمستقیم ډول د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې ښکیل دی
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، په غیرمستقیم ډول د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې ښکیل دی.
ټرمپ ټینګاروکړچې د تهران د اټومي پروګرم پرسر خبرې به ډیرې مهمې وي. نوموړي چې پرون دوشنبې ناوخته یې په خپله آیرفورس ون الوتکه کې سپرو خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل چې د ده په باور تهران غواړي یوه موافقه ترلاسه شي او زیاته یې کړه چې "دی فکرنه کوي چې هغوی به یوې موافقې ته د نه رسیدو د پایلو غوښتونکي وي."
ټرمپ له ایران سره د خبرو له لارې د یوې موافقې د احتمال خبره داسې مهال کوي چې متحدو ایالتونو خپله دوهمه الوتکه...