د راستنو شویو کورنیو ماشومان د پولیو او شري له واکسینه محروم دي
ملک ضابط چې په وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته ستون شوی کډوال دی وايي د دوی له میشت ځای د روغتیايي مرکزونو د لېرېوالي له امله یې ماشومانو له راستنېدو راهیسې تر اوسه هېڅ ډول واکسین نه دی ترلاسه کړی.
نوموړي دوشنبه د سلواغې یا دلوې ۲۷مه ازادي راډیو ته وویل چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې له پاکستانه د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ ته ستون شوی دی.
"زموږ ماشومان په پاکستان کې په ټاکلي وخت واکسین کېدل او ټول روغ وو، خو اوس چې دلته راغلي یو، موږ ته د واکسین ځای معلوم نه دی او زموږ ماشومان واکسین ته لاسرسی نه...