د اقدام نړیوالې ورځې په مناسبت په دریو لوېو ښارونو کې د ایرانیانو اعتراضونه
د کاناډا په تورنتو ښار کې په زرهاوو ایرانیان سړکونو ته راوتي او د اعتراض غږ پورته کوي.
پولیسو د دې کسانو شمیر۱۵۰ زره اعلان کړی.
په لاس نجلس کې په سلهاوو ایرانیان راټول شوي دي.
دغه ایرانیان د اقدام د نړیوالې ورځې په مناسبت او د ایران د پخواني پاچا د زوی رضا شاه پهلوي په غوښتنه سړکونو ته راوتلي څو په ایران کې له معرضینو ملاتړ وکړي.
په لاس نجلس او تورنتو ښارونو او د نړۍ په بل اړخ، د جرمني په مونیخ ښار کې سړکونو ته د ایرانیانو دا راوتل د ایران د اوسني حاکم نظام پر وړاندې تر ټولو لوی لاریونونه او راټولیدنې دي.