پر افغانستان د پخواني شوروي د پوځي اشغال د پای ته رسیدو۳۷ کلیزه او له لسیزو کډوالۍ وروسته هیواد ته د بیرته ستنو شویو ستونزې
نن یکشنبه د سلواغې یا دلوې ۲۶مه له افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۳۷ کاله پوره شول. بوریس ګروموف د دوی وروستی پوځي و چې پر امو سیند د دوستۍ د پله له لارې له دې هیواده ووت او په دې توګه په افغانستان کې د شوروي نهه کلن پوځي حضور پای ته ورسېد .
۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي«جدي» په شپږمه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، د حفیظ الله امین د وخت حکومت یې ړنګ او داسې یوه جګړه پیل شوه چې میلیونونه افغانان یې اغیزمن کړل.
د همدې یرغل او د شوروي ځواکونو او د هغه...