Добавить новость

د منځنۍ اسیا د تماس ډله سبا د افغانستان په اړه غونډه لري

د قزاقستان پلازمېنه استانه به سبا دوشنبه د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې غونډې کوربنه وي. د قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان دغه ډيپلوماتان د افغانستان په اړه د تماس ډلې تر چتر لاندې سره راټولیږي او د بحث وړ مسایل یې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه هېواد کې شته ننګونې دي. د منځنۍ اسیا او افغانستان ګڼو رسنیو د سبانۍ غونډې په اړه راپورونه خپاره کړي دي. د تماس دغه ډله د ازبکستان په نوښت ۲۰۲۵ کال کې رامنځته او د همدغه کال د اګست په ۲۶مه یې لومړنۍ ناسته په تاشکند کې ترسره شوه.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта