د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند نوی وزیر؛ د ګوانتانامو پخوانی زنداني
ملا محمد فاضل مظلوم د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله له خوا د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه په دې اړه بیانیه خپره کړې ده.
ملا فاضل تر دې مخکې د طالبانو په حکومت کې د دفاع وزارت لومړی مرستیال وو.
هغه د طالبانو په لومړۍ دوره کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو له عمومي قومندانانو وو.
مظلوم د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر له نږدې کسانو بلل کېږي.
دی د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو ضد شمال اییتلاف د هغه وخت د جګپوړي قومندان عبدالرشید...