د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ وايي د پارلېمان مخې ته احتجاجي پرلت وهي
د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) په نوم د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د "خراب روغتیايي حالت" او له هغه سره پر ملاقاتونو د "بنديز" پرضد د پارلېمان مخې ته د احتجاجي پرلت وهلو اعلان کړی دی.غورځنګ دا اعلان د فبرورۍ پر ۱۲مه تر هغې څو ساعتونه وروسته وکړ چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د بنسټګر عمران خان وکیل سلمان صفدر سپریم کورټ ته د نوموړي د روغتیا په اړه راپور وړاندې کړ.
په راپور کې راغلي چې د جنورۍ په وروستۍ اونۍ کې...