امنیت شورا پر افغان طالبانو لګول شوي بندیزونه تمدید کړل
امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو له کمیټې سره د مرستې لپاره د څارنې ټیم ماموریت په یوه خوله د یو بل کال لپاره وغځاوه.
د پریکړه لیک مسوده د امریکا متحد ایالتونو چمتو کړې وه، چې د امنیت شورا دایمي او غیر دایمي پنځلس غړیو په متفقه توګه تصویب کړه.
په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونه په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو بندیدل د دې بندیزونو د ادامې یو اساسي دلیل یادیږي. د سیاسي چارو کتونکې په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شنکۍ کړوخیل ازادي راډيو ته د ملګرو ملتو د دې بندیز په اړه وویل...