د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډله: "طالبان په افغانستان کې دننه د القاعده په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو ملاتړ کوي"
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار او تحلیلي ملاتړ ډلې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د شتون راپور ورکړی ویلي یې دي چې طالبان د دې ډلو ملاتړ کوي.
یادې ډلې د دې سازمان امنیت شورا ته په خپل چمتو کړي ۲۶ مخیز شپږ میاشتني راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ «د فبرورۍ په ۱۱مه» یې پر خپله وېب پاڼه خپور کړی لیکلي، د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون بېلابېلې ډلې په افغانستان کې موجودې او د افغانستان د حاکمانو (طالبانو) ملاتړ لري، هغه څه چې طالبانو وړاندې په ځلونو رد کړي دي.
د ملګرو ملتونو...