امریکایي چارواکی: متحده ایالات د پیسو په بدل کې په قطر کې میشت افغانان بیرته هیوادته ستنوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو افغانانو ته چې په ۲۰۲۱ کال کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې قطرته لیږدولي او له څوکلونوراهیسې هلته میشت دي، د بیرته ستنولو په بدل کې هغوی ته د پیسو د ورکړې بهیرپیل کړی دی. دا خبره د جنوبي اومرکزي آسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي پاول کاپورپرون چهارشنبې د امریکا د کانګرس غړیو ته په یوه غونډه کې وکړه. د رویترز خبري آژانس د راپورله مځې دې چارواکي ویلي چې دغه بهیرد دې لپاره پیل شوی چې چارواکي غواړي هغه کمپ چې دغه افغانان پکې مشت دي د مارچ میاشتې ترپایه وتړي.