په عصري ټېکنالوژۍ سمبالې د چين وسلې
د چين ځينو شرکتونو خپلې جوړې کړې هغه وسلې په سعودي عرب کې نندارې ته ايښې دي چې د ننۍ زمانې جنګونو او نړیوالو سره سیالۍ ته په کتو جوړې شوې دي. په دې وسلو کې جاسوسي ډرون الوتکې، د ماینونو پاکولو روبوټونه او د شپې نښه معلومونکي اوزار شامل دي. په نېږدې ټولو کې د مصنوعي زيرکتيا يا ارټېفیشل اینټېلیجنس پروګرامونه کارېدلي دي. دا وسله په اربونو ډالرو خرڅېږي.