کور په کور د پولیو واکسینو کمپاین درولو پریکړې په پولیو د ماشومانو د اخته کیدو خطر لوړ کړی دی
په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین د تازه کمپاین له پای ته رسېدو سره همهاله «پولیو څخه د پاک افغانستان» په نوم بنسټ اعلان کړی چې دې هیواد کې تر پنځه کلونه کم عمره ماشومان د پولیو د اخته کېدو له لوړ خطر سره مخ دي.
دغه سازمان سې شنبه دسلواغلې یا دلوې په ۲۱ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغو ماشومانو د معافیت کچه ټیټه ده، او له همدې امله اړینه ده چې د واکسین په ټولو کمپاینونو او دغه راز له یو ځای بل ته د تګ پر مهال واکسین شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان په اتلس ولایتونو...