له تمسخر کېدو تر بریا؛ د معلولیت لرونکو افغان ځوانانو د مبارزې او بریا کیسې
داسې ورځې هم راغلي چې احمد تابش هجران په اوښکو ډکو سترګو له ښوونځي کور ته ستون شوی؛ د خپل جسمي ناتوانۍ له امله نه، بلکې د ملنډو، تمسخر او ورته د سپکو نومونو د اخیستلو له امله، چې ښايي ډیر کله یې له معلولیت هم درد ډیر و.
هجران ۲۸ کلن دی، د کمپیوټر ساینس پوهنځي فارغ او د بلخ ولایت اوسېدونکی دی.
هغه واده کړی او وایي له زېږون راهیسې د پښو معلولیت لري.
نوموړي ازادي راډیو ته ووویل، ډېرې سختې ورځې یې تېرې کړې دي.
"کله چې مکتب ته تلم، د ټولګیوالو او نورو خلکو د بدو خبرو له امله به کور ته راتلم، ډېر به مې...