وفادار سپی د خپل څښتن د قبر په سر
علیرضا کرمي په تهران کې د رژیم ضد لاریونونو د تاوتریخجنې ځپنې د قربانیانو له ډلې دی.
د هغه د وفاداره سپي، ایریل، عکس، چې د خپل څښتن د قبر سر ته پروت دی په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو پام ځان ته اړولی.
د کرمي یوه نږدې ملګري د ازادي راډیو فردا څانګې ته وویل چې علیرضا کرمي د یوې ټپي شوې میرمنې سره د مرستې په هڅه کې په ډزو ویشتل شوی.
کرمي د موټرو ورکشاپ درلود او تر خپل مرګ مخکې یې خپل سپي ته چې ډېر پرې ګران وو څو جالبې خبرې په یادګار پرېښې دي چې دلته یې اوریدلی او لیدلی شئ.