د روژې د میاشتې په درشل کې یوشمیر افغانان د روژې لپاره چمتوالي ته اندیښمن دي
په داسې حال کې چې روژې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، ځیني افغانان وایي د ژمي دې سوړ موسم سره هم مهاله د روژې لپاره چمتووالي ته هم اندېښمن دي.
د کابل ښار اوسېدونکي او د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ مشر رحیم الله چې په پښو معلول هم دی، ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال لا په دې سوړ ژمي کې د خپلو خونو ګرمولو لپاره څه نه لرو چې په همدې اقتصادي ناورین کې روژه هم رانږدې ده، موږ ډېر اندېښمن او د خوراکي توکو کمښت سره مخ یو، نو له حکومت او سوداګرو مو دا غوښتنه ده چې له بې وزلو په ځانګړې توګه معلولینو او کورنیو سره یې...