د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ۲۰۲۵کال د فساد په نړیوال شاخص کې شاتګ کړی
د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۲۵کال د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوال شاخص نن سه شنبې د (فبروري لسمه) خپل کلنۍ راپور خپور کړی چې له مخې افغانستان د ۱۸۲هېوادونو تر منځ ۱۶۹ځای نیولی او د ۲۰۲۴کال پرتله یوه درجه په دغه جدول کې ښکته شوی دی.
د شفافیت نړیوال سازمان د اداري فساد پر ضد د مبارزې نړیوال شاخص د نړۍ په هېوادونو کې د فساد پر ضد مبارزه ښيۍ چې معلومات يې د ۱۳خپلواکو سرچینو پر بنسټ چمتو شوی دی.
په دغه شاخص کې صفر د مفسدو هېوادونو او سل له فساد څخه د پاکوو هېوادونو د مقیاس او اندازې لپاره کارول شوي دي.