پاکستان وایي د کرکټ په شل اوره نړیوال جام کې له هند سره لوبه کوي
پاکستان وايي چې د کرکټ ملي لوبډله به یې د کرکټ په شل اوره نړیوال جام کې له هند سره لوبه وکړي.
له دې مخکې پاکستان په دې سیالیو کې د هند له لوبډلې سره له لوبیدو ډډه کړې وه. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لوبډله به د فبرورۍ په ۱۵ د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې د هند له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي. د پاکستان جیو نیوز او نورو رسنیو ویلي چې دا پرمختګ د سریلانکا د ولسمشر انورا کمارا دېسانایکا او د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ترمینځ له ټیلیفوني اړیکې وروسته شوی دی. د پاکستان د صدراعظم...