د پاکستان حکومت وايي د لسو زرو جبري لادرکو کسانو څخه یې د ډېرو کیسونه حل کړي
د پاکستان حکومت وايي په هغه ملک کې د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې ثبت شوې شمېرې ښيي چې تر لسو زرو څخه زیات وګړي لادرکه وو چې د ګڼو کېسونه حل شوي دي.د پاکستان مرکزي حکومت لخوا له رسنيوو سره شريکې شوې شمېرو ترمخه، تر ټولو ډېر خلک په خیبرپښتونخوا کې لادرکه دي. د هغو کسانو شمېر له ۳۷۰۰ زیات دی. د پاکستان د قانون وزير، اعظم نزیر تارړ د فرروۍ پر اوومه په لاهور کې یوې غونډې ته په وينا کې ادعا وکړه چې له لسو زرو څخه د ۲۶۰۰ کسانو کېسونه پاتې دي.
د هغه په وينا حکومت کوښښ کوي يوه بله کمېټې جوړه کړي تر څو د جبري لادرکو کسانو مسله حل شي.