یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې پرښځو د محدودیتونو د سختولو خبره کړې
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپل درې میاشتني راپورکې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پرښځو د محدودیتونو د سختولو خبر ورکړی دی.
یوناما په دغه راپورکې چې د یکشنبې په ورځ یې خپورکړ، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبرڅخه د ډسمبرترمیاشتې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزولی دی.
یوناما وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو په ځینو ولایتونو کې ښځې عامه ځایونو ته له لاسرسي منع کړې دي.
د راپور له مخې، د طالبانو محتسبینو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۳ ښځې د هرات په ۶۴ سړکې ښځې...