د طالبانو د حکومت د پریکړې له مخې نن دوشنبې له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید
د طالبانو د حکومت د پریکړې له مخې نن دوشنبې د سلواغې یا دلوې شلمه له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید.
د طالبانو د مالیې وزارت د سلواغې د میاشتې په لومړۍ نیټه د درملو له واردوونکوغوښتي و چې تر ۱۹ ورځو پورې خپلې ټولې معاملې او اسناد تصفیه کړي. مالیې وزارت هغه مهال اعلان وکړ چې له پاکستانه واردیدونکي درمل د سلواغې له شلمې نیټې وروسته د هیواد په ګمرکونو کې نه محصول کیږي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تیره لړم میاشت کې په کابل کې یوې غونډې ته وویل...