په کابل کې د برښنا پرچاوي د کورنیو زړې کیسې راسپړي
په ژمي کې د برښنا پرچاوۍ د کابل ښار د اوسیدونکو جدي ستونزه ده ،کورونه یخ، خونې تیاره، او د زده کړو په شمول د ژوند نورې ټولې عادي چارې چې برښنا پورې تړلې دي له دې امله له ننګونو سره مخ وي.
خو د کابل ښار یو شمیر اوسېدونکي وايي، له دې ټولو ستونزو سره سره دا چاره ډېر ځله لامل کېږي، چې د کورنۍ غړي ټول په یو ځای سره راټول او یو د بل تر څنګ پاتې شي.
د کابل يوه اوسېدونکې چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي او د څلورو ماشومانو مور ده، ازادي راډیو ته وويل، د برښنا د پرې کېدو پر مهال، که څه...