Добавить новость

اسلام آباد کې پر شیعه ګانو چاودنه شوېِ؛ لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي

پولیسو وویل چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو په یوه جومات کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې له دولسو څخه زیات کسان ووژل شول. د پولیسو ویاند تقي جواد د جرمني خبري اژانس ته وویل دا چاودنه چې ظاهراً د ځانمرګي برید وه په امام باړه (امام بارګاه) سیمه کې شوې. جواد وویل، "سمدستي، زه تاییدولی شم چې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي دي،" دی اندېښمن دی چې د مړو شمېر ممکن لوړ شي. لږ تر لږه ۱۵ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او ځینې یې په نازک حالت کې دي. شیعه مسلمانان د پاکستان د نږدې ۲۵۰ ملیون نفوس شاوخوا ۲۰٪ جوړوي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта